د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دغه هېواد کې د «حجاب او عفاف» په نوم د تصویب شوي قانون په تړاو ویلي، د حجاب او عفت تر منځ واټن ډېر دی، یعنې «که یوه ښځه له ایرانه بهر ژوند کوي او پر سر څادري او یا هم ټيکری نه لري، دا په دې معنا نده چې هغه بې عفته ده»
مسعود پزشکیان له یوې ایراني رسنیۍ سره په مرکه کې، چې د جمعې په ورځ (د وږي په ۷مه) خپره شوې زیاته کړې، «پر حجاب باور لري او په کور کې یې د کورنۍ ټول غړي چادري پر سر کوي، خو دا د نورو کسانو د نفي کولو په معنا نه ده.»
نوموړی وايي، «واقعیت دا دی زه بلد نه وم چې هغه عملي کړم.» او همداراز زیاتوي، «زما باور دا وو که چېرې اقدام وشي ښايي هېواد بل لور ته لاړ چې بیا به یې مدیریت کول شونی نه وي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په ایران کې یو شمېر ښځې او نجونې د پړوني نه پر سر کول د ازادۍ نښه بولي خو په دغه هېواد کې د ارشاد په نوم یوه اداره فعاله ده او په ښارونو کې هغه ښځې او نجونې نیسي چې پړوني نه پر سر کوي.