پاکستان وایي که هند د اوبو د جریان دقیق معلومات ورکړي وای د بحران شدت به کم شوی وای

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال وایي، که هند د اوبو د جریان دقیق معلومات ورکړي وای، نو د بحران شدت به کم شوی وای.

هغه ټینګار وکړ چې د اقلیم بدلون د بارانونو ناڅاپي زیاتوالي ته لار هواره کړې او د معلوماتو شریکول اړین وو.

پاکستاني چارواکي وايي، د هند له لوري د اوبو د ویش تړون ځنډول او د راوي سیند پر مادهوپور بند د دروازو نړېدلو په ختیځو سیمو کې تر ټولو سخت سېلابونه رامنځته کړيچې په تېرو څلورو لسیزو کې یې څاری نه شته.

د هند چارواکو منلې چې د بند دوه دروازې ماتې شوي، خو د قصدي اقدام تور ردوي.

هند وایي چې اسلام‌اباد ته یې د سېلاب په اړه څلور د خبرداری پیغامونه لېږلي دي.

د پاکستان د ملي پېښو د مدیریت ادارې په وینا، د روانو موسمي بارانونو او سیلابونو له امله نږدې ۸۲۰ کستان مړه شوي.

نور خبرونه

رادیو