بشري حقونو سازمان: ایران یو بل افغان وګړې هم اعدام کړ

AP ۱۴۰۴ وږی ۷

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» وایي،چې د ایران په قزل‌حصار زندان کې یو بل افغان وګړی هم اعدام شوی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، یاد کس «احمد یوسفي» نومېده چې د چارشنبې په ورځ په البرز ولایت کې د «قزل حصار کرج»په زندان کې اعدام شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د یوسفي ترڅنګ درې نور بندیان هم په همدې ورځ اعدام شوي دي، چې دوه یې د ایران کرد وګړي وو.

د «هه‌نګاو»د سرچینو په وینا، احمد یوسفي د «تېري» په تور محکوم شوی و، خو دا لا روښانه نه ده چې هغه ته د محکمې پر مهال د وکیل د دفاع حق ورکړل شوی و او که نه.

تر اوسه د ایران حکومت د دغه افغان وګړي د اعدام په اړه هېڅ څرګندونې نه دي کړي.

«هه‌نګاو»د نورو اعدام شوو کسانو نومونه هم خپاره کړي، چې فریدون محمدي، حسام محمدي او حسین بیاباني دي. هغوی د نشه‌يي موادو او وژنې په تورونو محکوم شوي وو.

د ۱۴۰۳کال د عقرب په میاشت کې د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی و چې په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو کچه له هغه وروسته لوړه شوې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي.

یوازې د ۲۰۲۴کال په اوږدو کې، د ایران حکومت لږ تر لږه ۸۰افغان وګړي اعدام کړي دي. دا شمېر د ۲۰۲۳کال په پرتله درې برابره ډېر ښودل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو