جرمني د افغان پناه غوښتونکو د لېږد پروګرام بېرته پیل کړ

AP ۱۴۰۴ وږی ۶

د جرمني بهرنیو چارو وزارت د افغان پناه غوښتونکو د منلو او لېږد پروګرام چې څه موده وړاندې درېدلی و، بېرته پیل کړی دی.

د راپورونو له مخې، لومړنی پرواز چې ۵۰افغان پناه غوښتونکي به لېږدوي، د دوشنبې په ورځ به د جرمني هانوفر ښار ته ورسېږي.

یوې جرمنۍ ورځپاڼې «بیلډ» د پنجشنبې په ورځ د یاد وزارت د سرچینو له قوله لیکلي، چې دغه پناه غوښتونکي به نن له اسلام‌اباد څخه د ترکيې (استانبول) ښار او له هغه ځایه جرمني ته ولېږدول شي.

په دې الوتنه کې ۱۲کسان اصلي غوښتونکي او ۳۸نور د هغوی د کورنۍ غړي دي. د پناه اصلي غوښتونکي هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې د جرمني لپاره کار کړی، لکه ځایي کارکوونکي، ژباړونکي، چلوونکي، ساتونکي او نور کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې. په دغه ډله کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، له ۲زرو زیات افغان پناه غوښتونکيلا هم په پاکستان کې د جرمنيد لېږدد پروسې په تمه دي.

دغه کسان د جرمني د حکومت تر مالي او حقوقي ملاتړ لاندې ژوند کوي. خو د جرمني په حکومت کې د افغان پناه‌ غوښتونکود منلو پر پروګرام د سیاسي اختلافاتو له امله دا بهیر ځنډېدلی و.

وروسته له هغه چې د برلین اداري محکمې پر حکومت فشار راوړ او پاکستان هم د دغو کډوالو د شړلو ګواښ وکړ، جرمني اړ شو چې لومړنی پرواز ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې د افغان پناه غوښتونکو منل یوازې هغه وخت ترسره کېږي چې د امنیتي اندېښنو راپور نه وي او د ویزې پروسه په بریالیتوب سره بشپړه شي.

د «وېلټ» په نامه یوې بلې ورځپاڼې هم د سه‌شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د افغان پناه‌غوښتونکود دوسیو د څېړلو بهیر بېرته پیل شوی او د دغه کار لپاره جرمنيخپل کارکوونکي پاکستان ته لېږلي دي.

نور خبرونه

رادیو