د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر «هدایت الله بدري» د تاتارستان په کازان کې د ۵شنبې په ورځ د کازان انرژۍ له پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال د یاد پوهنتون له مسوولینو د افغان انجینرانو د روزنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، طالب وزیر هدایت الله بدري د کازان پوهنتون له مسوولینو غوښتي، چې د برېښنا او نفتو په برخو کې د افغان انجینرانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد پوهنتون مسوولینو هم « په شفاهي توګه» په انلاین او حضوري بڼه د زده کړو په برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
ویل کېږي په یاد پوهنتون کې یو شمېر افغان زده کړیالان هم پر زده کړو بوخت دي او په پوهنتون کې یې شته ستونزې له هدایت الله بدري سره شریکې کړي او د خبرپاڼې له مخې، بدري هم د حل ډاډ ورکړی دی.