تازه د خوست، ننګرهار او کونړ په سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځ له لوري د ډرون بریدونه شوي چې یو شمېر عامو وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې وړاندې هم پاکستان د افغانستان پر خاوره برید کړی چې نه یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت پر وړاندې ښکاره سرغړونه ده، بلکې د نړۍوالو قوانینو له مخې هم دا ډول بریدونه مشروعیت نه لري.
که چېرې د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور، سیمهییزو تړونونو، د بشري حقونو اصولو او د ګاونډیتوب د اصولي ماهیت په اساس دا ډول بریدونه وڅېړو؛ نو جوتیږي چې دا بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری، له بشري حقونو سرغړونه او د د نړۍوالو کنوانسیونونو او د ملګرو ملتونو د منشور نقض دی.
۱. د دولتي حاکمیت اصل او د ملګرو ملتونو منشور
د ملګرو ملتونو منشور په دویمه ماده کې د هر دولت د ملي حاکمیت، سرحدي بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ د نه نقض اصل روښانه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د چارټر په دویم ارټیکل په څرګند ډول د هر ډول زور استعمال یا د زور ګواښ پر دولتونو بندیز لګوي.
د دې مادې له مخې یوازې دوه استثناوې شته:
- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه
- د ځانساتنې حالت
د پاکستان وروستي بریدونه په دې دواړو کې نه راځي، ځکه نه امنیت شورا اجازه ورکړې او نه هم د ځانساتنې شرایط ثابت شوي دي.
که څه هم پاکستان بار - بار ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پاکستاني طالبان ژوند او فعالیت کوي، خو په وروستیو بریدونو کې یوازې عام وګړي وژل شوي دي.
۲. د ځانساتنې (Self-Defense) ادعا او حقوقي ننګونې
پاکستان ډېر ځله خپلې نظامي مداخلې د ترهګرو ډلو د ځپلو تر نامه لاندې توجیه کوي. خو د نړۍوالو قوانینو له مخې، د ځانساتنې اصل یوازې هغه وخت منل کېږي چې لاندې شرطونه پوره کړي:
- فوري ګواښ (Imminent Threat): باید ښکاره شي چې له افغانستانه پر پاکستان مستقیم او فوري برید شونی دی، چې تر اوسه داسې کومه نښه نه ده لیدل شوې.
- ضرورت او تناسب (Necessity & Proportionality): برید باید وروستی حل وي او د تاوان اندازه یې د ګواښ په پرتله متناسبه وي، چې د ټي ټي پي په مساله کې برید وروستی حل نه دی.
په ډرون بریدونو کې چې اکثره ماشومان او ښځې قربانیان دي، د تناسب اصل نه یوازې نقض کېږي، بلکې په نړۍوالو محکمو کې د جنګي جرم په کټهګورۍ کې راځي.
۳. نړۍوال بشردوستانه قوانین او د ملکي وګړو ساتنه
د جنیوا تړونونه (1949) او د هغوی ضمیمه يي پروټوکولونه د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې اصل بنسټیز ګڼي.
- درېیم ارټیکل څرګندوي چې پر غیرنظامیانو مستقیم برید د هر ډول شرایطو لاندې منع دی. په وروستیو بریدونو کې درېیم ارټیکل تر پښو لاندې شوی دی.
- د ډرون بریدونو مستندې پېښې ښيي چې د ملکي تلفات زیات دي، له همدې امله پاکستان د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونکی ګڼل کېدی شي.
۴. د سیمهییزو تړونونو سرغړونه
پاکستان او افغانستان دواړه د سارک غړي دي. د دې ټولنې منشور د یو بل د خاوري د نه نقض، د ګډې سولې او د غیرمداخلې اصل تاییدوي.
سربېره پر دې، د پاکستان اقدامات د اسلامي کنفرانس سازمان (OIC) له اصولو سره هم ټکر لري، کوم چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سولې او خپلواکۍ درناوی اړین بولي.
۵. د نړۍوالو بشري حقونو اړخ
د بشري حقونو نړۍوال اسناد لکه:
- Universal Declaration of Human Rights (1948)
- International Covenant on Civil and Political Rights (ICCPR)
د ژوند حق یو نهماتېدونکی اصل ګڼي. د ډرون بریدونه چې د بېمحاکمې وژنې سبب کېږي، د ژوندانه د حق ښکاره نقض دی او د نړۍوالو بشري قوانینو پر وړاندې لویه پوښتنه راپورته کوي.
۶. د سیمې او نړۍ پر امنیت اغېزې
د ډرون بریدونه یوازې د سرحدي شخړو د زیاتېدو لامل کېږي. د عامو خلکو وژل د افغانانو پر پاکستان د باور کچه له منځه وړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دایمي دښمنۍ اور ته تېل اچوي او په نړۍواله کچه دا کړنې د ترهګرۍ د ځپلو پر ځای د افراطي ډلو د جلب او جذب وسیله ګرځي.
که څه هم طالبان په نړۍواله کچه د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه دي پېژندل شوي، خو د واک ټول وسایل یې په لاس کې دي. د همدې له امله د خلکو د ژوند د خوندیتوب او د ملي حاکمیت د دفاع مسوولیت په عملي توګه له دوی سره دی.
د نړۍوالو قوانینو له مخې، حتا de facto واکمن ځواکونه د خلکو د اساسي حقونو په ساتنې مکلف دي. خو که چېرې طالبان که د پاکستان پر وړاندې چوپ پاتې شي، د ولس د اعتماد وروستۍ کچه هم له لاسه ورکوي. که جدي غبرګون ښکاره کړي، د پاکستان له سختو سیاسي فشارونو سره به مخ شي.
دغه وضعیت طالبان د یوې حقوقي او سیاسي معضلې سره مخامخ کړي دي.
د طالبانو د ګڼو چارواکو کورنۍ، کاروبارونه او سیاسي اړیکې په پاکستان کې ځانګړې ریښه لري، دوی د یاد ریښه يي مجبوریت په اساس نه شي کولی چې د پاکستان پر وړاندې ورته عمل وکړي او یا هم یو غښتلی دریځ ونیسي.
د خوست، ننګرهار او کونړ ډرون بریدونه د نړۍوال حقوقي نظام له نظره هېڅ ډول مشروعیت نه لري. دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت، د خلکو پر ژوند او د سیمهییزې سولې پر ثبات ښکاره ګواښ دي.
افغانستان په هغه وخت کې کولی شي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي، چې دا هېواد نړۍوال رسمیت ولري.
همدا رنګه د نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) له لارې د بشري حقونو د سرغړونو دوسیه ثبت کړي او سیمهییزو سازمانونو لکه، سارک او اسلامي همکاریو سازمان له لارې د پاکستان پر ضد ډېپلوماټیک فشار زیات کړي.
دا چې دا مهال افغانستان په نړۍواله کچه هېڅ ډول رسمیت نه لري، نو اوسني حاکمان هم حق نه لري چې په ملګرو ملتونو او یا نورو نړۍوالو سازمانونو کې د شکایت دوسیه ثبت کړي.
خو دا چې د ډرون ړانده بریدونه یوه بشري سرغړونه ده، اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه چوپ پاتې نه شي.
که نړۍواله ټولنه د دغو بریدونو پر وړاندې بېپروا پاتې شي، نه یوازې د افغانستان خاورې ته به تاوان رسېږي، بلکې د نړۍوالو قوانینو اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راځي.