د خوړو نړۍ وال پروګرام: په افغانستان کې د کار موندنې فرصتونه لا هم محدود دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۶

د خوړو نړۍ وال پروګرام«ډبلیو ایف پي»په خپل تازه اونیز راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت نوې څېړنه خپره کړې ده، چې د خلکو د ژوند د سختو ستونزو او د کار موندنې د محدودو فرصتونو تصویر وړاندې کوي.

د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵کال د اګست میاشتې په څلورمه اونۍ کې د موسمي کارګرو د کار ملي اوسط په اونۍ کې یوازې ۲،۳ورځې و، او د غیر ماهر کارګر ورځنی مزد یوازې ۳۱۵افغانۍ پاتې شوی دی.

دا کچه د اقتصادي بې ثباتۍ او د خلکو د پېر ځواک کمزورتیا په ډاګه کوي.

د خوړو نړۍ وال پروګرام وایي، چې د تېرو ورځو په پرتله د ډېری خوراکي توکو بیې د پام وړ نه دي بدلې شوي، خو ځینې خوراکي توکي لکه وریجې ۱،۱سلنه لوړې شوې دي.

همدارنګه، د تېرو دوو کلونو د منځنۍ کچې پرتله ښيي چې د پخلي غوړ او مالګې بیې ۱۵سلنه، او د وریجو بیې ۸سلنه لوړې شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د سبزیجاتو په بیو کې بیا د پام وړ بدلون لیدل شوی؛ د رومي بانجان بیه ۱۱سلنه او د کچالو بیه ۴،۱سلنه لوړه شوې، په داسې حال کې چې د پیازو بیه ۲،۳سلنه راټیټه شوې ده. دغه نوسانات د کورنیو محصولاتو په عرضه او د وارداتي توکو په موجودیت پورې تړل شوي دي.

کارپوهان او اقتصادي څارونکي خبرداری ورکوي چې د کار موندنې محدودیت او د خوړو د بیو لوړېدل د خلکو د ژوند پر کیفیت ناوړه اغېز کوي.

د دوی په باور، که د کارګرو لپاره دایمي دندو ته زمینه برابره نه شي او د خوړو بازارونه نسبي ثبات پیدا نه کړي، نو د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو احتمال به نور هم زیات شي.

نور خبرونه

رادیو