د ډونالډ ټرمپ حکومت د قانوني کډوالۍ د محدودوونکو تګلارو پر دوام غواړي، چې د محصلانو، کلتوري تبادلې پروګرامونو او خبریالانو د ویزو د اعتبار موده راکمه کړي.
د رویټرز د خبري اژانس د راپور او د وړاندیز شویو مقرراتو له مخې چې د وږي پر پنځمه خپاره شول، د محصلینو (F) او د کلتوري تبادلې (J) ویزې به تر ډېره څلور کلنې وي.
د خبریالۍ د (I) ډول ویزه چې تر اوسه یې څو کلن اعتبار درلود، اوس به ۲۴۰ ورځو ته راکمه شي او د چین او هانګ کانګ د پاسپورټ لرونکو لپاره یوازې ۹۰ ورځو ته محدودېږي.
ویل کېږي، چې د ویزو د تمدید غوښتنې امکان به موجود وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱.۶ میلیونه نړۍوال محصلین د زدهکړیال په ویزو سره په امریکا کې اوسېدل.
همدارنګه ۳۵۵ زره کسانو د کلتوري تبادلې ویزې او ۱۳ زره بهرنیو خبریالانو د (I) ویزې ترلاسه کړې دي.
د ټرمپ حکومت دغه بدلون د «ښې څارنې او کنټرول» لپاره اړین بللی دی.