جرمني، فرانسه او هسپانیه د ګډې جنګي الوتکې د پروژې د برخلیک لپاره راټولېږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۶

جرمني، فرانسه او هسپانیه به د اکتوبر په میاشت کې د FCAS په نوم د شپږم نسل ګډې جنګي الوتکې د پروژې د برخلیک په اړه خبرې وکړي. دا پروګرام چې له ۱۰۰ میلیارده یورو ډېر لګښت لري، څو ځله د سیاسي او صنعتي اختلافونو له امله له ځنډ سره مخ شوې دی.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي، درې واړه هېوادونه باید ملي ګټې یوې خواته کړي او په ګډه د ستونزو د حل لپاره کار وکړي، نوموړي زیاته کړه: «دا پروژه حیاتي ده او نور ځنډ نه زغمي.»

د راپورونو له مخې، د پروژې د مشرتابه او د کار د وېش په اړه د برلین او پاریس ترمنځ ترینګلتیا شته.

فرانسه غواړي د پروژې ۸۰ سلنه ونډه ولري، په داسې حال کې چې د جرمني او هسپانیې مخالفتونه د دویم پړاو پیل ځنډولی دی.

هسپانیه بیا وايي چې د امریکا د F-35 پر ځای به یوازې د اروپايي یوروفایټر او FCAS ترمنځ انتخاب وکړي.

د درې واړو هېوادونو مشرانو ژمنه کړې چې د کال تر پایه د پروژې وروستۍ پرېکړه وکړي.

نور خبرونه

رادیو