رویټرز راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چمتو ده، څو د پنجشنبې په ورځ د دې سازمان د سولې ساتونکو ځواکونو ماموریت د وروستي ځل لپاره تمدید کړي. د راپور له مخې، د «یونیفیل» ماموریت به د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام ولري او له هغې وروسته به د ځواکونو د وتلو یو کلن بهیر پیل شي.
یونیفیل له ۱۹۷۸ کال راهیسې د سوېلي لبنان په سیمه کې ځای پر ځای دی او دنده لري چې له اسراییل سره د دې هېواد د پولو په اوږدو کې ګزمې وکړي. د دې ځواک اوسنی ماموریت د اګسټ پر ۳۱ پای ته رسېږي.
د ډیپلوماتانو په وینا، د امنیت شورا غړي د هغه پرېکړه لیک پر مسودې چې فرانسې وړاندې کړې او د امریکا له مشورو وروسته چمتو شوې، هوکړې ته رسېدلي دي.
امریکا تېره اوونۍ په یوې غېرعلني ناسته کې ټینګار کړی و، چې دا ماموریت دې یوازې د یو بل کال لپاره تمدید شي.