د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیامېشتېدنې د همغږۍ سازمان د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې په پاکستان کې امریکا ته د تلونکو زرګونه افغانانو د معلوماتو د افشا کېدو په اړه جدي اندېښنه ښودلې او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
د دغه سازمان له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه معلومات د یوه پاکستاني چارواکي لهخوا افشا شوي او دا مهال د خواله رسنیو په عامو پاڼو کې لاس په لاس کېږي.
په خبرپاڼه کې د افغان اېواک د مشر شاون وان ډیور له قوله راغلي، چې د دغه معلوماتو افشا کېدو د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او په ټوله کې د دغې پروسې اعتبار ته یې زیان رسولی دی.
یاد سازمان د امریکا له حکومت غوښتنه کړې، چې له ځنډ پرته دې د افغانانو د خوندیتوب سربېره د دوی د بیا مېشتېدنې ځنډېدلې پروسې بېرته پیل کړي.
په پاکستان کې امریکا ته تلونکي مېشت یو شمېر افغانان هم په دې اړه اندېښنه لري. ثناءالله چې د امریکا کېس لري وايي، دی او کورنۍ یې په دې تړاو د خبرونو له خپرېدو وروسته په وېره کې دي.
هغه وایي:« پاکستان له یوې خوا په موږ د ویزو د تمدید لړۍ بنده کړې له بل پلوه بیا دا پهکې اوس بله کیسه راووته، چې ډېره خطرناکه ده. موږ هره شېبه د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ یو او دا چې محرم معلومات مو عام شوي؛ پایلې به یې موږ ته ډېرې بدې وي.»
د افغان اېواک مشر شاون وان ډیور همدا شان په پاکستان کې امریکا ته د تلونکو افغانانو د موضوع حل یوازې د امریکا اخلاقي مسوولیت نه؛ بلکې د امریکا د ملي امنیت اړتیا بللې ده.
په پاکستان او امریکا کې رسمي سرچینو بیا تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.