د امریکا د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د مینیاپولیس ښار په سویلي برخه کې په یوه کاتولیک ښوونځي کې ډزې شوې، چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۰نور ټپیان دي. چارواکي ویلي چې بریدګر هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.
د اننسیېشن کاتولیک ښوونځی یوازې دوه ورځې مخکې پرانېستل شوی و. دغه ښوونځی له کاتولیک کلیسا سره تړلی دی او شاوخوا ۳۹۵ زدهکوونکي لري.
د رېچفیلډ ښار پولیسو ویلي، د تورو جامو څښتن یو وسله وال له کلاشنکوف ډوله وسلې سره په سیمه کې لیدل شوی و.
د ځایي رسنیو په وینا، ماشومان د سهار په عبادت بوخت وو، چې ډزې پیل شوې.
تلویزیوني انځورونه ښيي چې میندې او پلرونه د پولیسو تر ژېړو پټیو لاندې تېرېدل او ماشومان یې له ښوونځي ایستل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایف بي ای د پېښې په ځای کې حضور لري.
د امریکا د کورني امنیت وزارت وزیرې کرسټي نوم ویلي، دوی له سیمهییزو چارواکو سره په اړیکه کې دي او د پېښې څارنه کوي.
پولیس زیاتوي چې له سې شنبې تر اوسه په همدغه ښار کې درې نورې وسلهوالې پېښې هم شوې چې په نتیجه کې یې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.