د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال ویلي، چې هند د اوبو تړون له اصولو سرغړونه کړې او پر وخت له خبر ورکولو پرته د اوبو خوشې کولو له امله د سیلابونو شدت ډېر شوی، چې له امله یې سلګونه زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او زرګونه نور له خطر سره مخ دي.
پاکستاني رسنیو د چارشنبې په ورځ د دغه هېواد د پلان وزیر احسن اقبال له قوله راپور ورکړی، چې هند په پټه او پرله پسې ډول اوبه خوشې کړې، چې د سند د اوبو تړون له مخې یې پاکستان ته پر وخت د معلوماتو نه ورکولو له امله د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال شریف احمد چودري ویلي، چې د پاکستان پوځ به د پنجاب په شپږو سیلاب ځپلو ولسوالیو کې د ژغورنې پراخ عملیات کړي.
هغه وویل، چې «د پوځ سرتیري او افسران د ملت تر څنګ ولاړ دي.»
د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو ویلي، چې د سېلابونو له امله د ستلج، چناب او راوي درې لوی سیندونه له خطرناکو کچو سره مخ دي.
چارواکو ویلي، چې په کرته پور، قصور، نارووال او سیالکوټ کې د ژغورنې عملیات دوام لري او د سیمې خلک د کښتیو په مرسته خوندي سیمو ته انتقالیږي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې تر دې دمه له ۱۹۰ زرو ډېر کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
په پنجاب ایالت کې د ژغورنې ډلو ویلي، چې د سیمي د خلکو ژغورنې لپاره ۴۳۶ کښتۍ په علمیاتو بوختي دي او ۴۰۰ نورې کښتۍ له مسلکي کسانو سره په تیارسۍ حالت کې دي.
د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې د دغه ایالت سر وزیرې مریم نوزا په لارښوونه ټولو سیمو ته خبرداری ورکړل شوی او پولیس د بیړني حالت له مخې، د خلکو د مال او ځان ساتنې ته ژمن دي.
د پنجاب ایالت چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د سېلاب اوبه کنټرول شي، خو د خطر کچه لا هم لوړه ده.
دغو سیلابونو او بارانونو د هند پنجاب ایالت هم ځپلی دی.