هیله نجیب‌الله: د هېواد اصلي مشرانو په اړه به تاریخ او ولس پرېکړه کوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

سیاسي فعاله او د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور، هیله نجیب‌الله وايي چې طالبان د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په څېر د افغان ولس لپاره «مشروعیت» نه‌لري.

مېرمن نجیب چهارشنبه (د وږي ۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په تېرو وختونو کې نه طالبانو او نه هم مجاهدینو د ولس مشروعیت ترلاسه کولو وس لاره.

هغې زیاته کړې، دا مهمه نه ده چې واکمنه ډله ځان «لنډمهالې» بولي او که پر ځان بل نوم ږدي؛ دا افغان ولس او تاریخ دی چې د خپل هېواد د اصلي مشرانو په اړه پرېکړه کوي.

هیله نجیب‌الله دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کوي، چې د طالبانو رژیم مشروعیت په کور دننه او بهر یوه «جنجالي او بحث پاروونکې» موضوع ګرځېدلې. دغه ډله له مسکو پرته د بل هېڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌پېژندل کېږي.

هغې څو ورځې مخکې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت هم ویلي و، «ملا او مذهب» د هېواد د دوښمنانو لپاره ترټولو داسې غوره وسیله ده چې ورسره هېوادوال له غربت سره مخ کړي.

نور خبرونه

رادیو