د جرمني کابینې د رضاکارانه پوځي خدمت لایحه تصویب کړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د جرمني کابینې د چهارشنبې په ورځ د رضاکارانه پوځي خدمت لایحه تصویب کړه.دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې برلین د روسیې له اړخه د امنیتي اندېښنو له امله د خپلې ملي دفاع د پیاوړتیا هڅې زیاتوي.

په دې لایحه کې د اجباري پوځي خدمت برخه هم موجوده ده.د جرمني د دفاع وزارت هیله لري چې د شپږو میاشتو دا رضاکارانه پروګرام به د روزل شویو احتیاطي سرتېرو شمېر له اوسني ۱۰۰ زرو څخه دوه برابره ډېر کړي او ځینې رضاکاران به فعال خدمت ته جذب شي.

جرمني په ۲۰۱۱ کې د اجباري پوځي خدمت پخوانی پروګرام پای ته ورساوه او له هماغه وخت راهیسې د سرتېرو د ټاکل شویو هدفونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

دفاع وزیر بوریس پیستوریوس غواړي چې د پوځ د سرتېرو شمېر له ۱۸۰ زرو څخه د ۲۰۳۰مو کلونو تر لومړیو پورې ۲۶۰ زرو ته لوړ کړي څو د ناټو نوي ځواکمن هدفونه پوره کړي او د جرمني دفاع لا پیاوړې شي. دا د پوځي لګښتونو د زیاتېدو له پراخ پلان سره تړلې برخه ده.

پیستوریوس د چهارشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل: «بوندس‌ویر باید زیات شي. د نړیوال امنیت وضعیت، په ځانګړې توګه د روسیې تهاجمي دریځ، دا اړتیا ډېره کړې ده. موږ یوازې یو مجهز پوځ ته اړتیا نه لرو بلکې یو داسې پوځ ته اړتیا لرو چې پرسونل یې هم قوي وي. یوازې په دې توګه به د روسیې پر وړاندې مخنیوی ریښتینی اعتبار ولري.»

نور خبرونه

رادیو