د بلغاریا سرحدي ځواکونو په یوه بار وړونکي موټر کې ۲۴ افغانان نیولي

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

د بلغاریا په چاریوو سیمه کې ددغه هېواد سرحدي ځواکونو د یوه بار وړونکي موټر د پلټنې پر مهال ۲۴ افغانان نیولي دي. د نیول شویو کسانو عمرونه له۱۵ څخه تر ۵۷ کلونو پورې ښودل شوي.

بلغاریايي رسنیو رپوټ ورکړی، چې دغه کسان دوه ورځې وړاندې نیول شوي او د پېژندنې لپاره یې د جواز لرونکو ژباړونکو مرسته اخېستل شوې ده.

دغه ډله د چاریوو د پولیسو ریاست ته انتقال شوې او د موقتي استوګنې ځای ورکړل شوی.

د بلغاریا د سرحدي ځواکونو عمومي رییس انټون زلاتانوف وویل چې د بلغاریا-ترکيې پولې په ختیزو سیمو کې فشار زیات دی او کډوال د سیندونو له لارې تېرېږي.

په همدې ورځو کې په لوزینیټس کې هم ۲۴ غیرقانوني افغان کډوال له یوه بس نهنیول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو