د پاکستان بې پیلوټه الوتکې له خوست وروسته د ننګرهار په شینواري ولسوالۍ هم بریدونه کړي

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د پاکستان بې پیلوته الوتکې د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸ ویاله سیمه کې د شاسوار په نوم د یوه کس پر کور بریدونه کړي دي.

سرچینې وایي، چې په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي او د بېړنیو روغتیایي خدماتو لپاره د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې هم سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د دې ولسوالۍ په سورکاخ کلي کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی، چې په پایله کې یې دوه تنه ماشومان وژل شوي او شپږ کسان ټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو