وال سټریټ ژورنال:د ایران د ګواښ له ترلاسه کولو وروسته له ګروسي شپه او ورځ محافظت کېږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۵

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس له عمومي مدیر څخه په دې وروستیو اوونیو او په ځانګړې توګه د ایران له لوري د یوه مشخص ګواښ له ترلاسه کولو وروسته په ۲۴ ساعته ډول ساتنه کېږي.

دغې ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) د خپلې یوې سرچینې له قوله لیکلي، د «کبرا» په نوم د اتریش ځانګړې امنیتي قطعې د رافایل ګروسي د ساتنې مسوولیت اخیستی دی.

د راپور له مخې، د ګروسي د ساتنې په تړاو دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د اتریش څارګرې ادارې له درېیمګړي داسې راپور ترلاسه کړ، چې د ګروسي ژوند په خطر کې دی. د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس مرکز د اتریش په پلازمېنه «ویانا» ښار کې دی.

رافایل ګروسي ته د یوه نږدې کس په وینا، ګروسي په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې په ۲۴ ساعته ډول د محفاظت له امله یې ورځنی ژوند په بشپړ ډول بدل شوی او هغه ته خبرداری ورکړ شوی، چې دغه ګواښ جدي وګڼي.

د ایران او اسراییل تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ایراني چارواکو رافایل ګروسي تورن کړی، چې د ایران د اټومي فعالیتونو په تړاو په یو اړخیزه راپورونو سره یې د ایران او اسراییل تر منځ د جګړې اور بل کړ او علي لاریجاني هم په ډاګه ویلي وو، چې د ایران او اسراییل تر منځ له جګړې وروسته به د ګروسي حساب ته هم ورسېږي.

له دې ټولو سره سره ګروسي لا هم له ایراني چارواکو سره په اړیکه کې دی او تر دې مخکې یې څو وارې تهران ته سفر کړی او همدا نن یې هم ایران ته د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس د یوه پلاوي له رسېدو خبر ورکړ.

نور خبرونه

رادیو