د طالبانو سرحدي ځواکونه وايي، د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې یې د څه باندې ۳۰ زره لیټرو غیرقانوني تیلو د قاچاق مخنیوی کړی. د طالبانو په وینا، ددغه قاچاق په تور ۱۲ تنه هم نیول شوي چې څېړنې ترې روانې دي.
د طالبانو د سرحدي ځواکونو د خبرپاڼې له مخې، د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې ۱۴ عرادي سيفا موټر چې په غیرقانوني ډول یې افغانستان ته د تیلو انتقالولو هڅه کوله، نیول شوي.