په ترکمنستان کې د طالبانو سفیر حاجي فضل محمد صابر د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له نوي رییس او سفیر ویلیام لیف سره په کتنه کې د طالبانو «د اسلامی امارت د لید» او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د پیاوړتیا پر موضوع خبرې کړې دي.
په عشق اباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د طالبانو د نظام د لید او تعامل د پیاوړتیا تر څنګ د متقابلو اړیکو پر پراختیا بحث کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان رییس ژمنه وکړه چې د افغانستان د اوسني سیاسي دریځ او پرمختګ په اړه به په خپلو اړوندو ناستو کې ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړي.
خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې، په دې لیدنه کې افغانستان ته د یاد سازمان د غړو هېوادونو د استازو د احتمالي سفرونو په اړه هم خبرې وشوې.