په چین کې جراحان په دې وتوانېدل، چې د خوګ جنیټیکي تغییر شوي سږي یوه مغز مړ انسان ته ولګوي.
څېړونکو ویلي، چې دغه سږي د ۹ ورځو لپاره فعال پاتې شول او د بدن له خوا رد نه شول او نه هم کومه جدي ساري ناروغي رامنځته شوې.
دا کار د زینوټرانسپلانټېشن (د بېلابېلو ژویو تر منځ د ارګانونو لیږد) برخه ده، چې تمه کېږي د انساني غړو د کمښت ستونزې په حل کې مرسته وکړي.
څېړونکي وایي چې که څه هم لا هم ګڼو ازموینو ته اړتیا ده، خو دا پرمختګ ښيي چې د جنیټیکي بدلونونو او نوې درملنې په مرسته کېدای شي په راتلونکې کې د خوګ سږي په بریالیتوب سره انسانانو ته ولېږدول شي.
د ژویو په منځ کې د غړو لېږد د زینو ټرانسپلانټیشن په نوم پیژندل کیږي او د غړو د کمښت بحران لپاره د احتمالي حل په توګه پیژندل کیږي.
د ګوانګژو د مطالعې له مخې، په دې وروستیو کې له خوګ څخه انسانانو ته د زړه او پښتورګو د زینو ټرانسپلانټیشن په برخه کې پرمختګونه شوي دي، خو سږي د دوی د "اناتومي او فزیولوژیکي پیچلتیا" له امله "مختلفې ننګونې" لري.
له بهر هوا سره د سږو مستقیم تماس په طبیعي توګه د ساري ناروغيو خطر زیاتوي.
خو هغه پیوند شوی سږی چې د ۲۲ میاشتني، ۷۰ کیلوګرامه وزن لرونکي نارینه چینایي باما ژیانګ خوګ څخه ۳۹ کلن نارینه انسان ناروغ ته انتقال شوی و، ژوندی پاتې شو او د یوې اونۍ څخه زیات تر څار لاندې و.