د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د هرات د تازه میوو صادراتو کچه د تېر کال په نسبت زیاته شوې ده. دغه دفتر وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د صادراتو کچه۵۴۴ټنه او ۷۲۲کیلو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې یوازې ۷۲ټنه وه.
د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د مڼو، الو ګیلاس، خربوزې، هندواڼې، الوچو او مندتو په صادراتو کې د اسانتیاوو برابرول د محلي اداري چارواکو له لومړیتوبونو څخه دي.
یاد دفتر زیاتوي چې د هېواد د کرنیزې وړتیا له مخې، هڅه کېږي دا مثبت بهیر وساتل شي او د صادراتو د پراختیا لپاره نور فرصتونه برابر شي.