د خېبر پښتونخوا د کوز دیر چارواکو ویلي چې درې ورځې وړاندې یې په یاده سیمه کې د ګډو عملیاتو په پایله کې د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) اته وسلهوال وژلي چې د ۵ تنو جسدونه موندل شوي او د پاتې جسدونو لټون روان دی.
دغه راز په دغه ایالت کې پنځه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، په هنګو کې پر یوه سرحدي پوسته برید کې ۲امنیتي سرتېري او ۲ وسلهوال ووژل شول.
په بر دیر او کوز دیر کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان د وسلهوالو ترمنځ سختې جګړې شوې چې پکې ۵ بریدګر وژل شوي او ۷ پولیس ټپیان شوي دي.
په لجبوک دره سیمه کې وسلهوالو د پولیسو څو موټر سوځولي دی.
تحریک طالبان پاکستان د دغو بریدونو انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي.