د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې یوه ځانګړي پلاوي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه د کابل نړۍوال هوايي ډګر د «ابي دروازې» د شوي ځانمرګي برید د بشپړ څېړنې بهیر پیل کړی دی.
دغه برید چې د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو او د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال شوی و، د پراخ انساني زیان له امله د امریکا په تاریخ کې د یادونې وړ ګڼل کېږي.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، د دغه ځانګړي پلاوي موخه دا ده، چې ټول جزیات او هغه پرېکړې وڅېړي چې د امریکايي ځواکونو د بېړني وتلو پر مهال وشوې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د څېړنو پایلې به د ۲۰۲۶کال تر نیمایي وړاندې شي.
هېګسټ زیاته کړه: «دا څېړنه د امریکا د خلکو په استازیتوب ترسره کېږي، ترڅو شفافیت او حساب ورکونه یقیني شي. هېڅ اړخ او هېڅ اقدام به له پامه ونه غورځول شي. زموږ لومړیتوب د قربانیانو د کورنیو لپاره عدالت تامینول دي.»
دغه پلاوي د ۲۰۲۳کال له سپټمبر راهیسې یوه تکمیلي ارزونه پیل کړې وه، چې څو میاشتې یې دوام وکړ.
د لومړنیو موندنو پر اساس، برید د جګړې په صحنه کې په «تاکتیکي کچه» د مخنیوي وړ نه و. خو اوسني څېړونکي ژمنه کوي، چې د هغه وخت د پوځي رهبرۍ ټول تصمیمونه، د استخباراتي معلوماتو کارونه او د ځواکونو د ځای پر ځای کولو څرنګوالی به له نږدې وارزوي.
یاد برید د داعش خراسان ډلې له لوري ترسره شوی وو، چې په کې یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي یې ووژل. دغه پېښه په هغه مهال رامنځته شوه چې زرګونه افغانان د کابل هوايي ډګر ته ورټول شوي وو، څو د بهرنیو ځواکونو په الوتکو کې له هېواده ووځي.
له پېښې وروسته د امریکا دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپورته شول. د قربانیانو کورنیو له حکومته غوښتنه کړې، چې د حقایقو بشپړ وضاحت ورکړي او مسوولین یې حساب ورکوونکي وګرځول شي.
شنونکي وایي، دا څېړنه د امریکا لپاره یوازې د یوې خونړۍ پېښې د حقایقو موندل نه دي، بلکې د دې بهیر د باور بیا رغولو لپاره یوه ازموینه ده.
د امریکا د سیاسي صحنې په دننه کې هم د ۲۰۲۱کال له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ او بېړني وتلو پر سر سختې نیوکې شوې وې او د بایډن د حکومت د کړنلارې د ناکامۍ په توګه یادېږي.
د دفاع وزارت ویلي، چې د څېړنو وروستی راپور به د ۲۰۲۶کال تر نیمایي وړاندې او عام شي. همداراز تمه ده، چې د دې پر اساس د امریکا پوځ د راتلونکو عملیاتو لپاره د تګلارو په اصلاح کې ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بایډن پر حکومت نیوکه کړې، چې د کابل هوايي ډګر پېښې د قربانیانو لپاره د عدالت په تامین کې یې اقدام نه دی کړی. روبیو وايي، د ټرمپ ادارې چټک اقدام وکړ، چې د چاودنې مسوول ونیسي. د امریکا دفاع وزیر هم ویلي، چې د وژل شویو سرتېرو قرباني به هېره نه شي.
د یادونې ده، چې څلور کاله وروسته لا هم د دې پېښې په اړه ډېرې مهمې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.