د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیز الرحمان په افغانستان کې د سره صلیب له مشرې کترینا ریتز او د ملي ټولنو نړۍوال فدراسیون پلاوي سره لیدلي دي. د یادې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې سره صلیب ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه لیدنې موخه د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نړۍوالو بنسټونو ترمنځ ګډه همکاري وه. د خبرپاڼې له مخې؛ د بهرنیو بنسټونو پلاوي دوی ته ډاډ ورکړی، چې د ظرفیت لوړولو او ګډو فعالیتونو په برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.