پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو دوام؛ پولیسو په لاهور کې ویزه لرونکي افغانان هم نیولي دي

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان په لاهور ښار کې مېشتو ځینو افغانانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ویډیو په لېږلو سره ویلي، چې پاکستاني پولیسو دوی د پاسپورټونو او ویزو په لرلو سره نیولي دي.

دغه افغانان وايي، چې دوی تېره ورځ د لاهور ښار په لنډي بازار سیمه کې نیول شوي دي.

له دې ډلې یو افغان ویلي، چې د خپل پاسپورټ او ویزې ښکاره کولو سربېره هغه او شاوخوا لس نور ملګري یې پولیسو نیولي او زنداني کړي یې دي.

دغه افغان ادعا کوي، چې دی او ملګري یې په پاکستان کې د اوسېدو ټول قانوني اسناد لري؛ خو بیا هم د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

له بلې خوا په تېرو وروستیو ورځو کې د اسلام‌اباد په بېلابېلو برخو کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو عملیات پیل شوي دي.
د بلوچستان په کویټې ښار کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو عملیاتو زور اخیستی او د پاکستان حکومت په دغه ښار کې د افغان کډوالو ځانګړي ښوونځي هم تړلي دي.
په خیبرپښتونخوا کې بیا مېشت افغانان وایي، که څه هم تراوسه پولیسو د دوی پر وړاندې عملیات نه دي پیل کړي؛ خو د ژوند چارې یې ورته خورا سختې کړې دي. دوی وایي، چې هټۍ ګانې یې پلورلې دي او په کاري او ښوونیزو برخو کې له خورا ننګونو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو