ټرمپ د کابل په هوايي ډګر کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو په څلورم تلین کې ګډون وکړ

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د هغو ۱۳ امریکايي سرتېرو د څلورم تلین په مراسمو کې ګډون وکړ، چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د وتلو پر مهال وژل شوي وو. ټرمپ د وژل شویو سرتېرو د درناوي په اړه یو فرمان هم لاسلیک کړ.

اې پي خبري اژانس سې‌شنبه (د وږي ۴مه) لیکلي، چې ټرمپ د قربانیانو د شاوخوا ۳۵ خپلوانو په مخکې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ته ګوته ونیوله او د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې ۲۶مې نېټې پېښه یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو «احمقانه» ورځ وبلله.

په دې برید کې د کابل هوايي ډګر (ابي ګېټ) مخې ته تر ۱۰۰ډېر افغانان هم وژل شوي وو.

د بایډن ادارې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو هغه مهالوېش عملي کاوه، چې د ټرمپ پخوانۍ ادارې له طالبانو سره ټاکلی و. د ۲۰۲۲کال یو راپور څرګنده کړه، چې د دواړو حکومتونو پرېکړو د افغان پوځ نسکورېدو او طالبانو د واکمنۍ لامل شوې.

دا پېښه اوس هم په امریکا کې د سیاسي لانجو یوه برخه ده. تېر کال په اوارلینګټن ملي هدیره کې د دغه پېښې د یاد مراسم جنجالي شول.

نور خبرونه

رادیو