طالبانو د افغانستان له تحصیلي نصاب نه ۱۸ مضمونونه حذف کړل

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه مکتوب کې چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته استول شوی، ویلي چې د افغانستان له تحصیلي نصاب څخه ۱۸ مضمونونه حذف شوي او د ۶۶ نورو مضمونونو تدریس له «اصلاحاتو» او «بیاکتنې» سره مشروط شوی دی.

دغه وزارت د دې اقدام دلیل دا ښودلیو چې «ځینې مضمونونه د شریعت اصولو او د اسلامي امارت له پالیسۍ سره په ټکر کې دي».

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلي سند کې راغلي، چې داسې مضمونونه لکه د افغانستان اساسي حقوق، د ښځو ټولنپوهنه، ښه حکومتولي، د بشر حقوق او ډیموکراسي، د ادیانو تاریخ، د اخلاقو فلسفه، جنسي ځورونه، او په عامه اړیکو کې د ښځو رول په بشپړ ډول له تعلیمي پروګرام څخه حذف شوي دي. طالبان دا مضمونونه د خپل شرعي او سیاسي لید لوریو مخالف ګڼي.

ورسره، د سیاسي علوموبرخې، حقوقو، نړیوالو اړیکو، ټولنپوهنې، روان‌پیژندنه او رسنیو د برخو ۶۶ نور مضمونونه له بیاکتنې او بدلون وروسته تدریس کیږي.

په دغه فهرست کې اسلامي او عمومي نړیوال حقوق، د بهرني سیاست بنسټونه، د لویدیځ سیاسي فکرونو تاریخ، نړیوال امنیت، غیر دولتي سازمانونه او مدني ټولنه، جمعیت‌پوهنه، انساني پراختیا، عمومي روان‌پوهنه، رواني زیان پېژندنه، رسنیز سواد او د نړیوالو اړیکو نظریات، شامل دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په مکتوب کې ټینګار شوی، چې پوهنتونونه مکلف دي د حذف شویو مضمونونو د تدریس مخنیوی وکړي او مشروط مضمونونه «په انتقادي او اصلاحاتي ډول» تدریس کړي. د وزارت په وینا، د پوهنتون مسوولین باید له نوې فهرست سره سم عمل وکړي او له پخوانیو درسي موادو څخه کار وانخلي.

دا پرېکړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو په برخه کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده.

له هغه راهیسې چې طالبان واک ته بیا وګرځېدل، په هېواد کې پر زده‌کړو محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمېر پوهنتوني مضمونونه یا په بشپړ ډول حذف شوي او یا تر سختو محدودیتونو لاندې راغلي دي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په میاشت کې د «نصاب د بیاکتنې ریاست» د جوړولو حکم وکړ څو د پوهنتونونو د تعلیمي محتوا «اسلامي کولو» بهیر پیل شي.

مخکې له دې، د بشر د حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی و چې د محتوا بیا لیکل او د متخصصو استادانو ځای پر ځای کول د هلکانو د زده‌کړې کیفیت اغیزمن کړی او د زده‌کوونکو هڅه او ګډون یې کم کړی دی.

نور خبرونه

رادیو