د ایران ۳۲ لوړپوړو چارواکو د ناقانونه افغان اتباعو د وتلو بهیر ارزولی

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

ایراني چارواکي وایي، په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد او ولایت ۳۲ لوړپوړو چارواکو د دوغارون نړيوال بندر له لارې د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو بهیر له نږدې ارزولی دی. د ایران د تایباد ولسوال په وینا، په تېرو ۶۰ ورځو کې شاوخوا ۸۹۰ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې ستانه شوي دي.

نوموړي د سې ‌شنبې په ورځ له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د دوغارون ستراتیژیک موقعیت چې د افغانستان د ناقانونه کډوالو د وتلو لومړنۍ لار بلل کېږي، د اړوندو ادارو د مسوولینو ځانګړې پاملرنه ځان ته جلب کړې ده.

جمشیدي زیاته کړې چې د وتلو پر مهال د افغان اتباعو عزتمندانه ستنول او د دوی درناوی تل د چارواکو د ټینګار وړ موضوع پاتې شوې ده.

د ده په وینا، د بېلابېلو وزارتونو او ادارو له خوا د بهیر له څارنې سره د ستونزو د معلومولو پروسه هم عملي شوې او اوس مهال د کډوالو ستنیدل د لومړیو ورځو په پرتله په عادي بهیر بدل شوی.

هغه وویل، د افغان ناقانونه کډوالو د ستونزو کمول یا لرې کول د لوړپوړو چارواکو د سفرونو مهمه لاسته راوړنه ده.

د تایباد ولسوال څرګنده کړې، چې د ټولو اړوندو ادارو ګډ کار او همغږي د دې لامل شوې چې افغان اتباع په بشپړ احترام او عزت سره له هېواده ووځي.

د نوموړي په وینا، په تېرو شپېتو ورځو کې شاوخوا ۸۹۰ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دوغارون کې د کډوالو د اسانه او له ستونزو پرته وتلو لپاره ټول امکانات برابر شوي او د خدمتونو لړۍ لا هم روانه ده.

د ایران د پالیسي له مخې، ناقانونه بهرني اتباع په ځانګړي ډول افغانان چې په ۱۱ ولایتونو کې پیژندل شوي، د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.

ایراني چارواکي داسې مهال د کډوالو لپاره د اسانتیاوو ادعاوې کوي، چې ډېری افغان کډوالو له ایراني چارواکو شکایتونه کوي، چې ددوی د ګروۍ او کورونو د مخکې ورکړل شویو پیسو په بېرته ورکولو کې همکاري نه کوي.

نور خبرونه

رادیو