په خیبر پښتونخوا کې د وسلهوالو نښتو له کبله ۸ کسان وژل شوي دي. د راپورونو پربنسټ؛ په دغه وسلهوالو نښتو کې چې د پښتونخوا په دېر، باجوړ، هنګو او ځینو نورو سیمو کې شوې دي؛ پنځه پولیس او درې ولسي وګړي وژل شوي دي.
دغه نښتې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ شوې، چې په کې د ۷ وسلهوالو د وژلو خبر هم ورکړل شوی دی.
په وروستیو کې د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات هم روان دي، چې له کبله یې د زرګونه کسانو د بېځایه کېدو سربېره دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه هم خبرونه ورکول کېږي.