محمد قاسم خالد: په اسلامي نظام کې د امیرانو اطاعت د نظام پر هر وګړي واجب دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

سره له دې چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده تر اوسه په عام محضر کې د خلکو مخې ته نه دی راڅرګند شوی او له کلونو راهیسې یوازې یو انځور ترې خپور شوی او له محدودو طالب چارواکو سره یې لیدلي، خو طالب چارواکي تل په خپلو څرګندونو کې په پټو سترګو د هغه د بیعت او اطاعت غوښتنه کوي.

په همدې لړ کې د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو والي نن په یوه سیمینار کې هم د امیرانو اطاعت پر نورو واجب بللی دی.

محمد قاسم خالد د دوشنبې په ورځ (د وږي ۴مه) د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره په یو ورځني «اصلاحي» سیمینار کې وویل: «په اسلامي نظام کې د امیرانو اطاعت د نظام پر هر وګړي واجب دی او موږ ټول باید خپل ځانونو د خپلو مشرانو په اطاعت کې مکلف وبولو.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ګڼو محدودیتونو سربېره نجونې زده کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او ښځې د کار له دوامه محرومې شوې دي، خو محمد قاسم خالد بیا وايي چې د هبت الله اخوندزاده فرمانونه له شریعت سره برابر او د ټولنې په خیر او ښې ګڼې دي او پلي کول یې په هره برخه کې لازم دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو مشر یوازې د ښځو د محدودولو لپاره شاوخوا ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي او د دغه سازمان په ګډون ګڼو نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې پر ښځو هر ډول لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.

نور خبرونه

رادیو