د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې سره راټول شوي وو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړي دي. د دغه ناستې کډونوالو د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې «تماس ډلې» د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ځانګړو استازو په وینا، دا ډله کولای شي د یوه خپلواک سیمه ییز چوکاټ په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان تر منځ د منظمې همغږۍ او خبرو اترو زمینه برابره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، ګډونوالو د افغانستان په اړه د خپلواک او سیمه ییز لیدلوري پر لرلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت او تاریخي ـ کلتوري اړیکې د دواړو لوریو تر منځ ګډ کار او همکاریو ته اړتیا لري.
هغوی وویل، د ثبات، امنیت او پایدارې ودې لپاره له افغانستان سره ګډه سیمه ییزه همکاري اړینه ده.
په غونډه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاریو د پیاوړتیا او د کلتوري اړیکو د پراخېدو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.
یادو استازو د طالبانو له چارواکو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه هم نظرونه تبادله کړل او پر سیمه ییز امنیت کې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وشوه. هغوی د ترهګرۍ، توندلارۍ، منظمو جرمونو او د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
استازو د افغانستان رول د سیمې د پایدارې ودې په موخو کې مهم وباله او پرېکړه یې وکړه، چې ورته غونډې په منظم ډول ترسره کړي.
د هغوی په وینا، د تماس د ډلې راتلونکي فعالیتونه به د منځنۍ اسیا د هېوادونو دریځ پیاوړی کړي او د سیمې په پرمختګ کې به مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده، چې په دغه غونډه کې د ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان استازو ګډون کړی و.