صالح د امریکا ولسمشر پوښتلی چې ولې لاهم طالبانو ته ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې ځي

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح ډونالد ټرمپ مخاطب کړی، چې ولې خلیلزاد د دوحې تړون له امله نه تعقیبیږي او لاهم طالبانو ته دده تر واک لاندې ادارې نه هره اونۍ ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې ځي.

ټرمپ تازه له کابل نه د امریکا د وتلو په تړاو د بایډن پر ادارې نیوکې کړې دي.

امرالله صالح په ایکس د کابل د ابي ګیټ د چاودنې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پیغام پر بنسټ لیکلي، چې بایدن د «جعلي بریا نندارې» لپاره د طالبانو ځواکمنتیا ته پراختیا ورکړه او هغوی یې واک ته ورسول.

صالح په خپل پوسټ کې ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي چې ولې زلمی خلیلزاد، چې د دوحې تړون یې لاسلیک کړی، تر هیڅ قانوني تعقیب لاندې نه دی او ولې لاهم هره اونۍ طالبانو ته د ده د ادارې تر واک لاندې ۴میلیون ډالري کڅوړې استول کیږي.

صالح همدارنګه ویلي چې د امریکا ملاتړ، که ودرول شي، طالبان به ژر له واکه را وغورځېږي.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي، چې بایډن ادارې د افغان ځواکونو له خبرولو پرته په نیمه شپه له کابل نه د امریکايي ځواکونو وتل پیل کړل او له دې فرصت نه په استفادې طالبانو په زرګونو وینو ته تږي بندیان او مجرمان خوشي کړل.

نور خبرونه

رادیو