طالبان وايي په تېرو دوو اونیو کې له اسلام‌کلا څخه نژدې ۸ زره افغان کډوال لېږدول شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د یاد وزارت د ترانسپورت کمېټې له لوري د هرات له اسلام‌کلا څخه شاوخوا ۸ زره کډوال لېږدول شوي دي. وزارت وايي، دغه کډوال له تېرو دوو اونیو راهیسې له اسلام‌کلا څخه د هرات مرکز، کابل او د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو