سویس د یوه دفتر په پرانیستلو سره د طالبانو تر واک لاندې کابل ته بېرته راګرځېدلی

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د سویس یوه مخکښه ورځپاڼه راپور ورکوي، چې دغه هېواد په کابل کې د بشرپاله مرستو د یوه دفتر په پرانیستلو سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته په عملي توګه بېرته راګرځېدلی دی.

دا دفتر د سویس د بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي او بشرپاله همکاریو د ادارې یوه برخه ده.

سویسي ورځپاڼې «نویه زوریخه سایتونګ» د سې شنبې په ورځ لیکلي، سویس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره خپلې مرستې په مارچ میاشت کې له سره پیل کړې.

له ۲۰۲۱کال وروسته کله چې په افغانستان کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، دغه هېواد خپل دفتر بند کړ او کارکوونکي یې واېستل. اوس سویس لومړنی لوېدیځ هېواد ګڼل کېږي، چې د یوه بشرپاله دفتر په چوکاټ کې په افغانستان کې حضور لري.

د راپورونو له مخې، دغه دفتر د سویسي ډیپلومات اریک مارکلي په مشرۍ فعالیت کوي. نوموړی وايي، چې د دفتر پرانیستل مثبتې پایلې لرلي او تر ټولو ښه لاره د افغان ولس سره د مرستې لپاره دا ده، چې په خپله په دغه هېواد کې حضور ولري.

مارکلي د پنځو سویسي او لسو افغان کارکوونکو یو ټیم رهبري کوي. په دغه ډله کې درې افغان مېرمنې هم شاملې دي، چې د طالبانو له لوري یې د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

راپور زیاتوي، چې د سویس یو مهم لومړیتوب د ښځو او نجونو ملاتړ دی. دا هېواد اوسمهال د افغانستان د شاوخوا ۱۴۰هغو بنسټونو ملاتړ کوي، چې د ښځو د حقونو، د تاوتریخوالي د قربانیانو ملاتړ او د ښځو د لاسي صنايعو د پلور په برخه کې فعالیت کوي.

مارکلي وایي، که څه هم طالبانو پر ښځو پراخ محدودیتونه لګولي، خو په ځینو مواردو کې یې د ښځو ملاتړ کوونکو پروژو ته اجازه ورکړې ده. هغه ټینګار کوي، چې د بشردوستانه کار او سیاست ترمنځ باید کرښه روښانه پاتې شي.

بلخوا، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې څلور تنه د طالبانو استازي د سویس د حکومت په بلنه جنیوا ته ولاړل، څو د ۱۳ افغان پناه غوښتونکو د هویت په اړه خبرې وکړي.

له دې ډلې ۱۱ کسان په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي او ټاکل شوې چې له اروپا واېستل شي. دا اقدام د پناه غوښتونکو د ملاتړ کوونکو ادارو له توند غبرګون سره مخ شوی، ځکه دوی دا د طالبانو پر وړاندې د مشروعیت ورکولو یوه بڼه بولي.

خو د سویس یو شمېر محافظه‌کاره سیاستوال هیله لري، چې دغه همکاري به د مجرمو پناه غوښتونکو په اېستلو کې مرسته وکړي.

مارکلي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان او ایران له لوري د زرګونو افغان کډوالو اجباري ستنېدل کولای شي، د افغانستان په داخل کې د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي.

نوموړی وایي، د اوبو لګولو په څېر پروژې چې د اغا خان بنسټ یې پلي کوي، کولای شي ځوانانو ته د پاتې کېدو هیله ورکړي.

سویس په داسې حال کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ګرځي، چې ځینو نورو اروپایي هېوادونو لکه جرمني، ناروې او پولنډ هم له طالبانو سره تماسونه نیولي دي، خو د دې تماسونو اساسي محور زیاتره د پناه غوښتونکو د اېستلو موضوع ده.

مارکلي ټینګار کړی، چې همکاري باید یوازې تر پناه غوښتونکو محدوده نه وي، بلکې د افغان ولس د اساسي اړتیاوو پوره کولو ته هم پام وشي.

طالبان چې په دوامداره توګه د نړۍوال مشروعیت او لوېدیځو هېوادونو د اړیکو په لټه کې دي، له افغان پناه غوښتونکو د یوه سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. دوی د کډوالو د بېرته ستنولو په بدل کې د نړۍوالو امتیازاتو په تمه دي. مخکې هم طالبانو له جرمني سره د پناه غوښتونکو د اخراج په تړاو معامله کړې وه، چې په پایله کې یې د طالبانو ډیپلوماتان په برلین کې ومنل شول.

نور خبرونه

رادیو