د حقاني په مشرۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه شوې

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د امنیتي مسولینو د غونډې مشري کړې او له پولیسو یې د خلکو د خدمت او د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې نن سې شنبه له غرمې وړاندې په دغه وزارت کې دسراج‌الدین حقاني په مشرۍ امنیتي غونډه ترسره شوه.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د وزارت معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسوولینو ګډون درلود او د امنیتي موضوعاتو تر څنګ د خلکو د ستونزو د هوارولو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د مسوولینو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي.

نوموړي زیاته کړې چې پولیس ځواکونه باید د خلکو د ریښتینو خدمتګارانو په توګه شپه او ورځ کار وکړي څو د ولس باور زیات شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د ناامنیو، غلا او جرایمو پېښې ډېرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو