مارک روبیو د کابل «ابي دروازې» چاودنې له امله د بایډن پر حکومت نیوکې وکړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بایډن پر حکومت نیوکه کړې، چې د کابل هوايي ډګر پېښې د قربانیانو لپاره د عدالت په تامین کې یې اقدام نه دی کړی. روبیو وايي، د ټرمپ ادارې چټک اقدام وکړ، چې د چاودنې مسوول ونیسي. د امریکا دفاع وزیر هم ویلي، چې د وژل شویو سرتېرو قرباني به هېره نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ، ددې پېښې د کالیزې په مناسبت پر خپل اېکس ولیکل، « څلور کاله وړاندې په نن ورځ، موږ د ابي ګیټ په پېښه کې ۱۳ امریکایي اتلان له لاسه ورکړل. دا، چې مخکیني حکومت د کابل په پېښه کې د ګولډ سټار کورنیو ته د خپلو عزیزانو د وژل کېدو په برخه کې عدالت نه و تامین کړی، د ټرمپ ادارې چټک اقدام وکړ څو د ابې ګیټ چاودنې مسوول او د داعش خراسان ډلې ترهګر ونیسي».

د کابل د هوايي ډګر چاودنه د ۱۴۰۰ کال د وږي پر څلورمه د امریکا د وتلو پر مهال خونړۍ پېښه ګڼل کیږي.

په دغه ځانمرګي برید کې داعش خراسان ډلې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ډېر افغانان ووژل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره کب میاشت کې د دغه برید د اصلي طراح د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې دا چاره د پاکستان په همکارۍ شوې ده.

څلور کاله وروسته، لا هم د دې پېښې په اړه ډېرې مهمې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د امریکا دفاع وزیر پیتر هیګسټ هم پر خپل اېکس لیکلي، چې «څلور کاله مخکې دیارلس امریکايي سرتېرو د افغانستان له ناورین نه د بېرته وتلو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ».

هغه ویلي، چې د دوی قرباني به هېڅکله هېره نه شي او مکلف دي، چې داسې پېښه بیا هېڅکله تکرار نه شي.

سره له دې چې امریکایي چارواکو برید داعش خراسان ډلې ته منسوب کړی، ځینې رپوټونه او عیني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته هم ډزې شوې، چې نورې مرګونې پایلې یې لرلې.

خو رسمي پلټنو نه دا رپوټ تایید کړی او نه یې په بشپړه توګه رد کړی دی.

سي اېن‌اېن په خپل رپوټ کې لیکلي چې نوي شواهد یې ترلاسه کړي چې د پینټاګون د بیان شویو تلفاتو د پېښې کیسه تر پوښتنې لاندې راولي. د رپوټ له مخې، نوې ویډیوګانې او شهادتونه ښيي چې یوه برخه مرګ ژوله د «مخامخ او پراخو ډزو» له امله شوې ده.

په ۲۰۲۲ کال کې د پینټاګون په رپوټ کې ویل شوي و چې له چاودنې وروسته د ډزو هیڅ پرېکنده شواهد نشته، خو د قربانیانو کورنۍ، په ځانګړي توګه په افغانستان کې او د بشري حقونو ځینې مدافعان وايي چې د پېښې ټول اړخونه په سمه توګه نه دي څېړل شوي.

نور خبرونه

رادیو