د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست مطیع الحق خالص وايي، د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د ډول ډول ممنوعه او کیمیايي وسلو د کارېدو له امله ډېری افغانان زیانمن شوي او همداراز پر بېلابېلو ناروغیو هم اخته شوي دي.
مطیع الحق خالص د سې شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د «چاپېریال او دوامداره پراختیا» تر سرلیک لاندې په یوه علمي سیمینار کې زیاته کړه، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې هېڅ ډول ونډه نه لري، خو د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون له اړخه یو له زیانمنو هېوادونو دی.
د نوموړي په وینا، د هېواد په لویو ښارونو کې په نا منظمه او غېر پلاني توګه د ښارونو پراختیا هم ډېرې ستونزې رامنځته کړي، چې د حل لپاره یې باید ټول په ګډه کار وکړي.
مطیع الحق خالص د یاد پوهنتون له استادانو او زده کړیالانو وغوښتل، چې د چاپېریال ساتنې، علمي څېړنو او د عامه پوهاوي کچې لوړولو په برخو کې دې له دولتي ادارو سره همکاري وکړي.
د ویلو ده، چې افغانستان یو له هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له اړخه ډېر زیانمن دی او د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته په دې برخه کې نړۍوالو هم خپلې پروژې په نیمايي کې پرېښودې او د طالبانو له غوښتنو سره سره یې تر اوسه خپله نیمه کاره پروژې نه دي بشپړې کړي.