د ایران سرحدي ځواکونه وایي، د خراسان رضوي ولایت د تایباد په پوله یې دوه افغان وګړي نیولي چې د معدې له لارې یې د هیرویینو ۱۸۰ اوبي کڅوړې لېږدولې.د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، د دواړو له معدې ټول دوه کیلو او ۱۷۰ ګرامه هیرویین راایستل شوي دي.
د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دغه کسان په تایباد کې د پلټنو پر مهال نیول شوي، او د هغوی له معدې ټول دوه کیلو او ۱۷۰ ګرامه هیرویین راایستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، تورن کسان له اسنادو سره یو ځای قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
هغه همداراز وویل، د پولو د کنټرول پر مهال د یوه بل افغان له موټر څخه هم ۶۲۰ ګرامه تاریاک کشف شوي چې اړوند چارواکو ته وسپارل شول.
شجاع ټینګار وکړ:«له افغانستان نه د صنعتي نشهيي موادو قاچاق ورځ تر بلې ډېرېږي، خو زموږ سرحدي ځواکونه یې د مخنیوي لپاره پرلهپسې هڅې کوي.»
خراسان رضوي له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري او تایباد د دې ولایت سوېل ختیځ ته، د مشهد ښار نه ۲۲۵ کیلومتره لرې پروت دی.