د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی رییس احمد جان بلال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې دغه پلاوی د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د تېلو او ګازو د صنعت په اړه په جوړېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې برخه واخلي.
دغه پلاوي کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هم ګډون لري.
د طالبانو د دولتي شرکتونو ریاست د سې شنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې یاد پلاوی به د تېلو، ګازو او کیمیاوي صنعت (Oil, Gas and Chemistry) تر عنوان لاندې نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.
سربېره پر دې، افغان پلاوی به د تاتارستان له چارواکو سره د صنعتي همکاریو په اړه خبرې اترې ولري او یو شمېر پراختیایي پروژې به هم وګوري.
یاد پلاوی د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کوربچینکو په بلنه تاتارستان ته تللی دی.
د زمري په ۱۶مه په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان خصوصي سکټور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د تېلو او ودانیزو توکو په برخه کې د ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې.
په همدې مجلس کې اولیګ ولادیمروویچ کوربچینکو د کابل واکمنو ته بلنه ورکړه، چې (د اګسټ په ۲۶مه) په تاتارستان کې د تېلو یو نندارتون کې برخه واخلي. همداراز یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر سید کریم هاشمي د تاتارستان د سوداګرۍ خونې لیدو ته وباله.
هممهاله روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې طالبان په رسمیت پېژني او د تاتارستان په ګډون د یاد فدارسیون غړو هېوادونو پر کابل له واکمنو سره خپلې اړیکې او تعاملات تر بل هر وخته ډېر پراخ کړي دي.