په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل بریدونو کې ۷۵ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د غزې د روغتیا وزارت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې نور کسان د لوږې له امله مړه شوي او د لوږې د قربانیانو ټول شمېر ۳۰۳ تنو ته رسېدلی دی. هم‌مهاله، لږ تر لږه ۷۵ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، له یاد شمېر کسانو څخه بیا ۱۷ تنه یې د خوړو د ترلاسه کولو پرمهال وژل شوي دي.
د اسراییل د دغو پراخو بریدونو زیاتېدو او په غزه کې د لسګونو زرو کسانو وژل کېدو پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.
په تازه غبرګون کې، د اروپايي اتحادیې له ۲۰۰ څخه زیاتو اوسنيو او پخوانيو سفیرانو او لوړپوړو ډیپلوماتیکو چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې له اتحادیې څخه د غزې جګړې او د اسراییل د ناقانونه کړنو په تړاو د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
په دې لیک کې ټینګار شوی، که چېرې اروپايي اتحادیه ګډ اقدام ونه کړي، نو غړي هېوادونه باید په انفرادي ډول د بشري حقونو د ملاتړ او د نړۍوالو قوانینو د پلي کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
په لیک کې ۹ وړاندیزونه شوي دي؛ په دغو وړاندیزونو کې د وسلو د صادراتو د جوازونو ځنډول او همدارنګه له هغو ناقانونه ښارګوټو سره د توکو او خدمتونو د سوداګرۍ بندیز شامل دي، چې د اسراییل تر کنټرول لاندې دي.

نور خبرونه

رادیو