په هرات ولایت کې ځايي سرچینې وایي، چې وړمه شپه یو کس د دغه ښار د باغنظرګاه په سیمه کې خپله مور، مېرمن او لور په چړې وژلې او وروسته تښتېدلی دی. په قربانیانو کې یوه ۱۱ کلنه ماشومه هم شامله ده.
د وژل شویو کسانو د ګاونډي په وینا؛ تر دې پېښې مخکې د کورنۍ د غړو تر منځ لفظي شخړه شوې وه.
که څه هم پر دې پېښې تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت اوښتی؛ خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي او نه هم د قاتل په اړه څه ویل شوي دي.
وژل شوي کسان پرون په هرات ښار کې خاورو ته وسپارل شول.
په روان کال (غبرګولي میاشت) کې هم د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن، مور او پلار وژلي وو. طالبانو هغه وخت ویلي وو، چې د پېښې عامل نیول شوی دی.