اسراییل وايي د حزب‌الله په بې‌وسلې کولو کې له لبنان سره مرستې ته چمتو دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، چې د لبنان د ایران پلوه وسله والې ډلې په بې وسلې کولو کې د بیروت له حکومت سره مرستې ته چمتو دی، خو یادې وسله والې ډلې د لبنان حکومت د بې وسلې کولو پلان رد کړی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې د لبنان کابینې د امریکا د هغه پلان موخې تصویب کړې، چې هدف یې د حزب‌الله او نورو وسله‌والو ډلو بې‌وسله کول دي.

د نتنیاهو دفتر ویلي، چې که د لبنان پوځ د دې پلان پر پلي کولو لاس پورې کوي، اسراییل به متقابل ګامونه په پام کې ونیسي، چې د خپل پوځي حضور کمول هم پکې شامل دي.

حزب‌الله د بې‌وسلې کولو غوښتنې رد کړې دي.

نور خبرونه

رادیو