د ایران ولسمشر: ایران هېڅکله هم د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه و، نه دی او نه به وي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن دوشنبه (د وږي ۳مه) له خپل روسي سیال سر په ټلیفوني خبرو کې وویل، ایران هېڅکله هم د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه وو، نه دی او نه به وي. پزشکیان د ایران له لوري د یورانیمو د غني کولو په برخه کې د روسیې له دریځه هم ستاینه وکړه.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، پزشکیان په دې ټلیفوني اړیکه کې وویل: «ایران د خپلو اعتقادي او دفاعي دوکتورینو د مباني له مخې هېکله هم د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه و، نه دی او نه به وي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې ټلیفوني اړیکه کې د ایران له لوري د یورانیمو د غني کولو پر حق له ټينګار سربېره همداراز هیله څرګنده کړه، چې د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک پر سر خبرې اترې هم مطلوبې پایلې ته ورسېږي.

ولادیمیر پوتین وویل، د مسکو او تهران اړیکې رغنده او د ارتقا په حال کې دي او همداراز یې د «بوشهر» اټومي بټۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو همکارۍ د قناعت وړ وبللې او زیاته یې کړه، «دغې اټومي بټۍ ته د نورو سون توکو د لېږد بهیر روان دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې ایران به سبا د سې شنبه په ورځ په سویس کې له جرمني، فرانسې او برېتانیا سره د ایران د اټومي پروګرام په تړاو خبرې کوي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې؛ د دغو خبرو اجنډا د ایران اټومي تاسیسات او پر دغه هېواد د لګول شویو بندیزونو لرې کول دي.

نور خبرونه

رادیو