خېبر پښتونخوا؛ چارواکي ادعا لري، چې له افغانستانه یې طرحه شوی ترهګریز پلان شنډ کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې له افغانستانه خېبر پښتونخوا ایالت کې ځايي امنیتي ادارو د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو له لوري په پاکستان کې د طرحه شوي یو ترهګریز برید پلان شنډ کړی. راپور وایي، په ځانګړو عملیاتو کې ۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

د لوړپوړو امنیتي چارواکو په وینا؛ شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې استخباراتي سرچینو ورسره معلومات شریک کړي وو، چې د خېبر پښتونخوا ایالت د دېر ولسوالۍ اړوند پر ډیورنډ کرښه د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو یوه ډله سره راټولېږي او ځايي امنیتي ادارو دغه راټولېدنې ته بشپړ پلان چمتو کړی و.

د پاکستاني چارواکو په خبره؛ د یکشنبې په سهار د ترهګرۍ ضد ادارې، د ولسوالۍ پولیسو، د چټک غبرګون ځواک او ځانګړې قطعې په ګډون د دېر په دو بندو، بریکوټ، سلام کوټ او اتندره سیمو کې پوځي عملیات ترسره شول. د معلوماتو له مخې؛ وسله‌والو سره یې سخته نښته کړې او په پایله کې یې ۵ وسله‌وال وژلي دي.

د وسله‌والو له ډلې د یوه کس مړی د پاکستاني عسکرو لاس ته ورغلی دی. همدا راز ویل شوي، چې یاده جګړه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۷ پولیس هم ټپیان شوي دي. د خېبر پښتوخوا ایالت د پولیسو لوی قوماندان ذولفقار حمید ویلي: «موږ خبر وو، چې ترهګر نیت لري دېر ته ننوځي. زموږ ځواکونو په هوښیارۍ سره د هغوی هڅې شنډې کړې.»

د راپور له مخې؛ په سیمه کې د پلټنو او چاڼیز عملیات لا هم روان دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ترهګرو موجودیت بشپړه توګه له منځه ولاړ شي. هم‌مهاله په باجوړ او د خېبر پښتونخوا نورو سیمو کې هم د «ټي‌ټي‌پي» خلاف د پاکستاني پوځیانو او امنیتي ادارو عملیات چټک شوي دي. د دغو عملیاتو له کبله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې او ان قرباني شوې دي.

د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي شکایتونه کوي، چې د جګړې اړخونه د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه نه‌کوي او هره ورځ عام کسان په نښه کېږي. پاکستان هم‌مهاله ادعا لري، چې په خېبر پښتونخوا کې د «ټي‌ټي‌پي» د پراخو فعالیتونو لامل په افغانستان کې دوی ته ورکړل شوي پناه ځایونه دي. که څه هم اسلام‌اباد په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د «ټي‌ټي‌پي» دغه پټنځایونه له‌منځه یوسي؛ خو ښکاري چې دغه غوښتنو باندې چندان غوږ نه‌دی ګرول شوی.

د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ اوس‌مهال د مخالفتونو او ټکرونو ښکاره ټکی همدا د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو پر سر دی.

نور خبرونه

رادیو