جرمني د ناصر پر روغتون د برید د څېړنې غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د غزې په خان‌یونس کې پر ناصر روغتون د اسراییل وروستي برید په اړه د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې ده. په دې برید کې لږ تر لږه پنځه خبریالان وژل شوي دي.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د خبریالانو فعالیت د غزې جګړې د «ویجاړوونکو واقعیتونو» د ښودلو لپاره اړین او هېڅکله د بدیل وړ نه دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې برلین تر دې وړاندې هم په وار وار له اسراییله غوښتي چې د رسنیو د ازاد لاسرسي زمینه برابره کړي او د هغو خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي، چې په جګړه‌ ځپلې غزه کې فعالیت کوي.

په اسراییل کې د جرمني سفیر په خپل غبرګون کې دغه برید د «ژورې غمیزې یوه بله ورځ» بللې او ټینګار یې کړی، چې د دې پېښې په اړه باید بشپړه څېړنه وشي او نړۍوالو رسنیو ته دې د غزې سیمې ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي.

بل‌خوا، د فلسطین د خبریالانو اتحادیې ویلي، له هغه وخته چې جګړه د ۲۰۲۳د اکټوبر په ۷مه پیل شوه، تر اوسه د «۲۴۰» څخه زیات فلسطیني خبریالان د اسراییلي بریدونو له امله وژل شوي دي.

دغه لړۍ پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه د جدي اندېښنو لامل ګرځېدلې ده.

نور خبرونه

رادیو