خالد حنفي ملایانو ته: که ټوله نړۍ او افغانستان درته کنځلې کوي بیا هم امربالمعروف تطبیق کړئ

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي نورستان ته د خپل سفر پر مهال دیني عالمانو ته په وینا کې ویلي، چې د امربالمعروف قانون پلي کېدو لپاره دې د هېچا پروا نه‌کوي. هغه زیاته کړې،‌ که ټوله نړۍ او افغانان «کنځلې» کوي بیا هم دا قانون پلی کړئ.

هغه له دیني عالمانو او خپلو محتسبانو غوښتي، چې د شریعت پر بنسټ د دغه جوړ شوي قانون د پلي کېدو لپاره دې هر راز هلې ځلې وکړي. نوموړي وویل: «ملا مو وتړئ او درې صفتونه ځان کې پیدا کړئ. فرض کړئ له سهار څخه تر ماښامه، ټوله نړۍ او افغانان تاسو ته کنځلې کوي. څوک خو مو وژني نه؛ بلکې کنځلې درته کوي.»

خالد حنفي د نورستان دواب ولسوالۍ په شوک کلي کې د یوه جومات د بیارغولو په مراسمو کې دغه وینا کړې او طالبانو ادعا کړې، چې یاد جومات د بهرنیو ځواکونو له لوري په بمبار کې ویجاړ شوی و. یاده ډله وایي، چې دغه جومات یې په ۱۵مېلیونه افغانیو بېرته رغولی دی.

د طالبانو د کابینې یاد غړی په سختدریځۍ مشهور دی او ډېر کله یې څرګندونې لانجمنې کېږي. یو شمېر دیني عالمان نیوکې کوي، چې د خالد حنفي څرګندونې ډېری وخت له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي او د نوموړي هغه خبرې هم د اسلامي شریعت خلاف بلل شوې وې چې عصري زده‌کړې یې «مباح» بللې وې. د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو لپاره د ژوند تنګولو تر ټولو لوی لامل بلل شوی، چې له امله یې د خلکو کار، ازادي، مذهبونه او جامې هم تر بندیزونو او محدودیتونو لاندې راغلي‌ دي.

د یاد وزارت محتسبان ان د دغه قانون پر بنسټ د خلکو په شخصي ژوند کې مداخلې کوي، د سر له وېښتو نیولې ان تر ږیرې جوړېدو پورې یې پر افغانانو بندیزونه لګولي او په دې تړاو یې خلکو ته سزاګانې هم ورکړې دي. ویل کېږي په کابل او ولایتونو کې د محتسبانو دغه ډلې د سختدریځه طالب ملایانو څخه جوړې شوې او د پراخو امکاناتو تر څنګ ورته لوی صلاحیتونه هم ورکړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو