د طالبانو د کابینې غونډه کې په سرحدي او فرضي سیمو کې د ترمینلونو پر جوړولو بحث شوی

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) د کابینې په پنځمه غونډه کې پر پراختیایي پروژو، ودانیزو چارو او همداراز په فرضي او سرحدي سیمو کې د معیاري ترمینلونو پر جوړولو بحثونه شوي دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دغې غونډه کې اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه څو د هېواد په ځینو سرحدي او فرضي سیمو کې د ترمینلونو د جوړولو په موخه د ځمکې لېږد چارې ګړندۍ کړي او د منظورۍ لپاره یې د مشرتابه مقام ته وسپاري.

په دې غونډه کې همداراز ټولو ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې پراختیایي پروژو ته پاملرنه زیاته کړي ترڅو وزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره او ورسره اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

له څه مودې راهیسې په کابل او لویو ښارونو کې د شخصي ودانیو او ښارګوټو د جوړولو چارې ټکنۍ شوي او په همدې موخه د طالبانو مشر تېره اوونۍ د ودانیزو چارو د پیلېدو په تړاو یو فرمان صادر کړی وو او د کابینې په نننۍ غونډه کې بیا د پلې کېدو لپاره یې یوه کمېته وګومارل شوه، څو د ودانیزو چارو د پیلېدو طی مراحل له میاشتو څخه ورځو ته را لنډه کړي.

نور خبرونه

رادیو