د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوي اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د امریکا د بیرغ پر وړاندې هر ډول سپکاوی چې د جزایي یا مدني قوانینو د سرغړونې لامل شي، په جدي توګه به تر قانوني څارنې او تعقیب لاندې ونیول شي.
په دغه فرمان کې لوی څارنوال ته امر شوی، چې د هغو قضیو پر وړاندې سخت اقدامات وکړي چې پکې د بیرغ د سپکاوي ترڅنګ د تاوتریخوالي جرایم، د کرکې خپرول، د عامه شتمنیو ویجاړول او د مدني حقونو نقض شامل وي.
همدارنګه په فرمان کې عدلیې وزارت ته صلاحیت ورکړل شوی، چې د ایالتي او محلي قوانینو اړوند سرغړونې لکه د اور لګولو، ګډوډۍ او د عامه شتمنیو د ویجاړولو پېښې محلي چارواکو ته وسپاري او که اړتیا وي، نو د اساسي قانون د لومړي تعدیل له استثناوو څخه د قانوني تعقیب لپاره کار واخلي.
همدغه راز، د بهرنیو چارو، عدلیې او کورني امنیت وزارتونه موظف شوي چې د هغو بهرنیو وګړو ویزې، د دایمي استوګنې اسناد او د تابعیت پروسې لغوه کړي، چې د امریکا د بیرغ په سپکاوي کې ښکېل وي او په ځینو مواردو کې یې د امریکا له خاورې اېستلو ته هم اقدام وکړي.
دا فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې په امریکا کې د مدني ازادیو او د بیان د حق پر سر بحثونه زیات شوي او د بیرغ د سوځولو او سپکاوي موضوع یو ځل بیا د سیاسي او حقوقي جنجالونو په مرکز کې راغلې ده.