د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) په دغه هېواد کې د «دولت اوونۍ» په نوم مراسمو کې وویل، نه ښايي چې له ګاونډیو هېوادونو سره بد خُلقي او بد اخلاقي وشي او په ټينګار سره یې زیاته کړه، چې «زموږ ګاونډیان زموږ وروڼه دي» او په اصل کې یې د یوې خاورې وبلل.
مسعود پزشکیان زیاته کړه: «په ټينګاره سره وایم چې ګاونډیان مو وروڼه دي. په اصل کې د یوې خاورې او اوبو یو، خو اوس یو سرحد زموږ په منځ کې جوړ شوی او دا زموږ وروري نشي زیانمنولی.»
پزشکیان په ډاګه وویل، هر هغه وینا چې د مسلمانانو او ګاونډیانو وحدت او انسجام ته زیان رسوي، خیانت دی او په وینا یې نه ښايي په دې تصور چې ګواکې خدمت دی، هر چا ته هر څه وویل شي.
نوموړي زیاته کړه، «هر هغه وینا چې په کور دننه او ان د مسلمانانو او ګاونډیانو یووالی او انسجام ګډوډ کړي، خیانت له هغې لارې سره ده چې پرې روان یو.»
د پزشکیان په باور، د اسراییل او امریکا ټوله هڅه دا ده چې ایرانیان په خپل منځ کې واچوي او په سیمه کې مسلمانان د یو بل پر وړاندې ودروي او په وینا یې په کور دننه او اسلامي هېوادونو سره باید لاسونه ورکړل شي او په باور یې د تفرقې رامنځته کول اسراییل ته خدمت کول دي.
د ایران ولسمشر په ډاګه کړه، «که موږ په خپل منځ کې یووالی ولرو، له اسراییل سره د جګړې اړتیا نشته، ځکه هغوی بیا مسلمانانو ته په چپ نظر هم نشي کتلی.»
د ایران ولسمشر په داسې حال کې ګاونډي هېوادونه خپل وروڼه او خپل خپلوال ګڼي، چې له څو میاشتو راهیسې یې اړمن افغانان چې د کار روزګار، د خپلو بچیانو د زده کړو د دوام او یا هم د خپلو ځانونو او کورنیو د خوندینې لپاره ایران ته تللي، په زور سره یې راوباسي او یوازې په شاوخوا یوه میاشت کې یې څه باندې ۱ میلیون افغانان له خپل هېواده په جبر سره اېستلي او دغه بهیر همداراز په شدت سره دوام لري.